
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان دي.
د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د پلخمري ښار شهر نو سرکې ته څېرمه یو پاسو ډوله موټر د اوبو ویالې ته لوېدلی دی.
طالبانو ویلي، په دغه پېښه کې دوه کسان مړه، دوه ټپیان او یو بل ورک دی.