ځانګړي برخهراپورونه

نور او محقق په پاکستان کې جګړه نه غواړي؛ د خلکو غبرګونونه څه دي؟

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غويی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د هند او پاکستان جګړې ته په غبرګون کې د افغان سياسيونونو نظریاتو په ټولنيزو شبکو کې د خلکو غبرګونونونه را پارولوي دي.

د جمعيت اسلامي د ګوند د رهبرۍ غړي عطاء محمد نور او د وحدت ګوند مشر محمد محقق ويلي چې پاکستان کې جګړه نه غواړي؛ هغو چې کلونه يې د پاکستان په لمسه او ملاتړ د کابل د ورانولو لپاره جګړې کړې وې.

عطاء محمد نور په پاکستان کې جګړه نه غواړي

د شمالي ټلوالې او د جمعيت ګوند د رهبرۍ غړي عطاء محمد نور په اېکسپاڼه کې پر خپل اکونټ لیکلي چې زه د جګړې طرفدار نه يم، ځکه جګړه يوازې غمونه منځ ته راوړي، اقتصاد او بنسټيز ځايونه (بېخ بناوې) له منځه وړي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم ښکاري چې هند د اسرائیلو کړنه په نظر کې نيولې خو پاکستان بې دفاع غزه نه ده، دا هېواد يو اټومي او نظامي ځواک لرونکی دی.»

نوموړي ټينګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د خبرو اترو له لارې ستونزه حل کړي.

محمد محقق د هند په ماتې خوشالي کړې

بلخوا د حزب وحدت مشر محمد محقق د پاکستان او هند تر منځ د عملياتو پيل، جګړې او اوربند ته په اشارې په يوې اعلاميې کې هند مخاطب کړی او ورته يې ليکلي، پاکستان درته شرمونکې ماته درکړه.

نوموړي ليکلي، د جګړې په ميدان کې ثابته شوه، چې هند پخپلو نظامي مناسباتو کې فاحشه تېروتنه کړې وه او پر پاکستان تېری او تجاوز يې له ماتې سره مخ شو.

محمد محقق ليکلي، چې پاکستان د هند ۵۰ نظامي مرکزونه، دفع هوا سيستمونه او د ستراتيژيکو ميزايلو توليدولو مرکزونه ويجاړ کړي دي او غاښ ماتونکی ځواب يې ورکړی دی.

په اعلاميه کې محمد محقق د دواړو هېوادونو تر منځ د اوربند هرکلی کړی او په وينا يې، د اټومي قدرت لرونکو هېوادونو تر منځ دې جګړې د سيمې امنيت ته ګواښ زياتوه.

د خلکو غبرګونونه

خو د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکو بیا د عطاء نور او محقق دغو څرګندونو ته غبرګونونه ښودلي او دا يې له شرمه ډکې څرګندونې بللې دي.

د ټولنيزو شبکو کارونکو ويلي، د شمالي ټلوالې رهبرانو چې کلونه يې پر پښتنو مشرانو (په ځانګړي توګه حزب اسلام او طالبانو) د پاکستان د پلوۍ تورونه پورې کړي په دغو څرګندونو ځانونه ثابت کړه چې دوی د پاکستان روزل شوي کسان دي.

لندن مېشتي افغان خبریال فضل ربي شینواري پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «‏په حیا دې لعنت شه عطا نوره. شمالي ټلوالې رسمأ د پاکستان دفاع ته ودانګل. د ای ایس ای غلامان او ګوډاګیان!»

د فیسبوک يو بل کاروونکي حیات الله کېهان ليکلي: «نو دوې جنګ پر چا کوي. دا خپله تښتلې او پلویان یې تر دې وړاندې تښتلې دي.»

يو بل افغان اقبال کاروان ليکلي: «دا هغه خلګ دي چي ټول وخت يی په نورو خلګو دي پنجاپي ټاپي وهلي اوس يی اصلي څهري ښکاره سوي»