افغانستانخبرونه

تخار کې یو سپین ږیری وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

تخار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې یو سپین ږیری له لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې دغه سپین ږیری د اوبولګولو پر مهال وژل شوی او له هغه مخکې یې له خپلو کلیوالو سره شخړه کړې وه.

طالبانو ویلي، په دې اړه یې درې کسان نیولي دي.