افغانستانخبرونهلوبې

افغانستان کې د شطرنج لوبه هم تر امرثاني پورې وځنډول شوې

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې عمومي اداره وایي، د شرعي ملحوظاتو له امله په هېواد کې د شطرنج لوبې وځنډول شوې.

د دغه ادارې ویاند اتل مشواڼي وایي، چې د شطرنج فدراسیون په مشرتابه کې د ستونزو او د دې لوبې په اړه د شرعي ملحوظاتو له امله، په هېواد کې د شطرنج لوبه په موقتي توګه ځنډول شوې ده.

ښاغلي مشواني زیاته کړه چې د شطرنج لوبې په اړه د شرعي څېړنو او د شطرنج فدراسیون په مشرتابه کې د مشکلاتو د پای ته رسولو وروسته به د سپورټ ادارې تر چتر لاندې د شطرنج لوبې د بیا پیلولو په اړه پرېکړه وشي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته دوی په بېلا بېلو برخو کې تر امرثاني پورې بندیزونه لګولي، خو له څلورو کالونو تیریدو وروسته هم د دوی امرثاني پای ته ندی رسیدلی.