مصنوعي هوش د ملګرو، سوداګریزو اړیکو، درملنې او نورو برخو ځای نیسي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د میټا مشر مارک زکربرګ د راتلونکي په اړه حیرانونکې وړاندوینه کړې
هغه په دې باور دی چې په راتلونکي کې به مصنوعي هوش ټکنالوژي د ملګرو، سوداګریزو اړیکو، درملنې او نورو ځای نیسي او د خلکو د ژوند مهمه برخه به شي.
د وال سټریټ ژورنال د را پورو له مخې؛ د یوې غونډې پر مهال مارک زکربرګ اټکل وکړ، چې په راتلوونکې کې به د مصنوعي هوش د ملګرو شمېر له حقیقي ملګرو څخه زیات وي.
هغه زیاته کړې، دغه هوش به د انسانانو د درملنې، سوداګریزو ادارو او نورو برخو بدیل وګرځول شي.
مارک زکربرګ وویل، په حقیقي نړۍ کې خلک زیات ملګري او ټولنیز اړیکې غواړي، خو د ورځني بوختیاوو له امله زیات ملګري جوړول ستونزمن وي.
هغه زیاته کړه چې د هغه په باور هر فرد په اوسط ډول د ۱۵ کسانو سره د ملګرتیا هیله لري، خو د دوی ساتل ډېر ستونزمن وي.
هغه د ۲۰۲۱ کال یوې څېړنې ته اشاره وکړه چې وايي په اوسط ډول هر امریکايي وګړی له ۳ کم ملګري لري.
هغه وویل، همدا لامل دی چې اې ای ټکنالوژي به د هغو کسانو لپاره غوره حل وي چې زیات ملګري غواړي یا د درملنې لپاره ډاکټرانو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ وي.
هغه زیاته کړه: “هغه کسان چې معالج ته لاسرسی نه لري، له یوه اې ای څخه مرسته ترلاسه کولی شي.”
مارک زکربرګ وویل، اې ای کولی شي د یوازیتوب لرونکو کسانو خوښې او غورهتوبونه د حقیقي ملګرو یا خپلوانو په پرتله ښه وپېژني.
هغه وویل: “زما په اند خلک به داسې سیسټم خوښ کړي چې دوی په ښه توګه درک کړي.”