افغانستانخبرونه

د طالبانو یو پلاوی تاجکستان ته ولاړ

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د برښنا شرکت مشر د کاسا زر پروژې په اړه په یوې ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ.

د دغه ریاست لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت رئیس عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوی تاجکستان ته ولاړ، چې د تاجکستان، قرغیزستان، پاکستان او اسلامي پراختیا بانک استازو سره په ګډه غونډه کې ګډون وکړي.

یاده غونډه کې به د پروژې چارو په اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حل‌لارو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.

د برښنا شرکت زیاته کړې چې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د دې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.