افغانستانخبرونه

یو کال کې ۵۷ زره افغانانو عمره ادا کړې

د سیاحتي او زیارتي شرکتونو اتحادیې مسؤلین وایي، په تیر یوه کال کې له افغانستان څخه ۵۷ زره کسان سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو په موخه تللي.

د دغه اتحادیې مسؤل له ټولو سیاحتي او زیارتي شرکتونو غوښتي، چې د عمرې ادا کولو پر مهال هېوادوالو ته معیاري خدمتونه چمتو کړي.

بلخوا د عدلیې وزارت وایي، چې په هېواد کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو سرغړونې صفر ته را ښکته شوي دي.

دغه وزارت په داسې حال کې د سیاحتي شرکتونو د سرغړونو کچه صفر په ګوته کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو امر باالمعروف وزارت له وطن څخه د فرار اصلي سرچینه همدغه شرکتونه په ګوته کړل.