
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې د کرکټ له ماتې وروسته دوه تنو تر شخړې وروسته یو تن د چاقو په وهلو سره وژلی دی.
یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه د بهسودو ولسوالۍ د دامان سیمې اول سټاپ ترڅنګ شیخانو کلي کې شوې ده.
سرچینې وویل: کله چې د سرلینکا څخه لوبه کې افغانستان ماتې وخوړه، د دوه تنو ترمنځ لفظیٍ شخړه رامنځته شوه، چې له دواړو څخه یې د ابراهیم په نوم یو تن په چاقو وهلی.
سرچینې مخکې وایي، یاد کس د سختو ټپونو له امله مخکې تر دې چې روغتون ته ورسیږي، ساه ورکړه.
د یادونې وړده، چې بیګا سرلینکا څخه افغانستان ماتې وخوړه او د اسیا جام څخه بهر شو.










