افغانستانخبرونه

په مشهد کې د طالبانو قونسل ومړ

کابل ټیلیګراف – ۲۸  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، د ایران د خراسان رضوي ولایت په مشهد ښار کې د طالبانو لخوا ګمارل شوی سرقونسل فیضان الله ناصري نن سهار ومړ.

په یاده قونسلګرۍ سرچینو د قیضان الله ناصري مړینه تائید کړې.

دغه سرچینه وایي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې په مشهد کې د طالبانو د ټاکل شوي سرقونسل وضعیت خراب و او په روغتون کې تر درملنې لاندې و.

ویل کیږي، ناصري په وروستیو کې د زړه عملیات هم ترسره کړی و.