افغانستانخبرونه

د سمنګان اړوند د ډبرو سکرو په کان کې چاودنې له امله ۷ کان کیندونکې مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د سمنگان ولایت په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۷ تنه کان کیندونکي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ دفتر ویلي، د دغه ولایت د دره صوف پايین ولسوالۍ په ګوله کلي کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کان کیندونکي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغه دفتر وایي، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او د دې پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

ویل کیږي، د قربانیانو جسدونه د ویجاړیو له منځه را ایستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.