خبرونهلوبېنړۍ

د پاکستان پوځ د دغه هېواد او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلو امنیت مسؤلیت واخیست

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد ته د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د سفر پر مهال به د پاکستان پوځ او سول وسله وال ځواکونه د امنیت او خوندیتوب دندې مسؤلیت ترسره کړي.

دغه وزارت زیاته کړې، د پاکستان او بنګله دیش سیریز لپاره د پاکستان پوځ تعیناتي به د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې او د سول وسله والو ځواکونو تعیناتي به د ۱۹۹۷ د ترهګرۍ ضد قانون لاندې وي.
د بنګله دیش کرکټ ټیم به د مې په ۲۵مه پاکستان ته سفر وکړي او له دغه هېواد سره به د ۳ شل اوریزو لوبو سیریز ترسره کړي.

پاکستان وروسته له هغې د دغه سیالیو امنیت پوځ ته سپاري، چې د هندوستان سره یې تازه به تازه جګړه ترسره کړې.