لوبې
انجیلیو میتهیوز له ټیسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلي پخواني کپتان انجیلیو میتھیوز د ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.
د راپورونو له مخې، د سریلانکا آل راونډر انجیلیو میتھیوز د ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد اعلان کړی دی.
میتھیوز به راتلونکې میاشت د بنګله دیش پر وړاندې خپل وروستی ټیسټ لوبه وکړي.
هغه ویلي، هغه به په شل اوریز او یوه ورځنیو فارمیټ کې کرکټ لوبې ته دوام ورکړي.
انجیلیو میتھیوز په ۱۱۸ ټیسټ لوبو کې ۸۱۶۷ منډې جوړې کړې دي او ۳۳ ټیسټ وکټې یې هم اخیستې دي.