یوټیوبر مسټر بیسټ د نړۍ تر ټولو کم عمر میلیاردر شو

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د مشهور یوټیوبر مسټر بیسټ، چې اصلي نوم یې جیمي ډونلډسن دی، شتمني له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده او هغه د نړۍ تر ټولو کم عمر میلیاردر شو.
هغه په ۲۷ کلنۍ کې دا تاریخي لاسته راوړنه ترلاسه کړه او د نړۍ تر ټولو کم عمر میلیاردر شو چې خپله شتمني یې په بشپړه توګه پخپله ګټلې.
مسټر بیسټ په کم عمرۍ کې یوټیوب پیل کړ او په ۲۰۱۷ کال کې یې د یوې ویډیو (I Counted to 100,000) له لارې نړیواله شهرت ترلاسه کړ.
وروسته یې د بېلابېلو ننګونو، لویو انعامي پیسو او ټولنیزو خدمتونو پر بنسټ ویډیوګانو له لارې میلیونونه زړونه وګټل.
هغه خپله زیاته ګټه بېرته په ویډیو جوړولو لګوي، چې له امله یې د هغه د محتوا کیفیت په دوامداره توګه ښه شوی دی.
مسټر بیسټ د یوټیوب ترڅنګ په سوداګرۍ کې هم ګامونه پورته کړي او دوه نامتو برانډونه یې پیل کړي، چې پکې یو فاسټ فوډ چین او بل چاکلیټ او سنیک برانډ شامل دي.
د راپورونو له مخې، یوازې په ۲۰۲۳ کال کې د مسټر بیسټ عاید ۲۲۳ میلیون ډالره و، چې د هغه برانډونو پکې مهم رول لوبولی دی.
تر ۲۰۲۴ کال د جون پورې، مسټر بیسټ په یوټیوب کې د تر ټولو زیاتو سبسکرایبرونو نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ، چې هغه یې د ډیجیټل نړۍ تر ټولو پیاوړی مخ جوړ کړی دی.