ټیکنالوژي

پاکستان کې د ۱۸۴ میلیونه بېلا بېلو پلیټ فارمونو پاسورډونه افشا شوي

کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستاني رسنۍ وایي، په دغه هېواد کې د ګوګل، مایکروسافټ، فیسبوک او نورو پلیټ فارمونو سره تړلي ۱۸۴ میلیونه پاسورډونه افشا شوي دي.

دغه رسنیو د یاد هېواد د CERT ادارې له لورې لیکلي: خلک دې ژر تر ژره خپل مهم پاسورډونه بدل او دوه مرحلې یا ټوفیکټر ویریفکیشن دې فعال کړي.

د پاکستان سایبر امنیتي خبرداري ادارې له خلکو غوښتي، تر هغې چې یاد تنظیمات مو نه وي، ترسره کړې، د مشکوکو لینکونو او یا برېښنا لیکونو له کلیک کولو څخه ډډه وکړئ.

تر اوسه پاکستان ندي ویلي، چې دغه کړنه د چا لخوا او څه ډول رامنځته شوې ده.