
کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول هېواد کې یې ۱۱.۸ میلیونه د پنځه کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل کړ.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي، په دې کمپاین کې به د ۲۴ تر ۵۹ میاشتو پورې ماشومانو ته د «البندازول» ټابلیټونه هم ورکړل شي، چې موخه یې د ماشومانو په بدن کې د ککړو ناروغیو مخنیوی دی.
په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ دوه مثبتې پېښې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د دې سازمان شمېرې دا هم ښيي، چې په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ویروس ۱۸ مثبتې محیطي پېښې ثبت شوې، چې پکې اته په قندهار، شپږ په هلمند او په لغمان، کابل، ننګرهار او زابل ولایتونو کې یوه یوه پېښه شامله ده.
اوسمهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی وړل شوی.