
کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال
د انټالیا پروسې په اړه د افغانستان د خبرو اترو څلورم پړاو نن (دوشنبه، د جوزا ۵مه) په ترکیه کې پیل شو.
د دې ناستې محور «د مدني ټولنې او دموکراتیکو ځواکونو رول د افغانستان په راتلونکي کې» دی، چې په افغانستان کې د اساسي قانون د مشروعیت او سیاسي لارې نقشې په اړه پر مشورو تمرکز لري.
مدني فعالان، د پخواني حکومت چارواکي او ډیپلوماتان د دې ناستې ګډونوال دي.
دا ناسته به سبا هم دوام وکړي.
د یادونې وړده، چې د «جنیوا د ډیالوګ او پرمختګ مرکز» د انټالیا پروسې تنظیموونکی دی.
دې پروسې کې تر دې مخکې هم څو پړاو خبرې اترې ترسره کړې دي.