
کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې په پنجاب کې د سختو بارانونو او طوفان له امله لږ تر لږه ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۰ نور په باران پورې اړوند پېښو کې ټپیان شوي دي.
د ایالتي ناورین مدیریت ادارې مشر علي کاټیا د هوا حالات «بېساري» او «له وړاندوینو هاخوا» بللي دي.
د هغه په وینا، تر اوسه په ټوله پنجاب کې د ودانیو د نړېدو ۱۲۴ پېښې ثبت شوې دي.
کاټیا وویل، چې زیاتره پېښې د کورونو په چتونو د لمریزو تختو پورې اړوندې وې، چې د هغه په وینا د کافي خوندیتوب تدابیرو پرته نصب شوې وې.
هغه څرګنده کړې: «۸۰ سلنه نړېدلې ودانۍ د لمریزو تختو پورې تړاو لري. پرته له درې پېښو، نورې ټولې پېښې د دې تاسیساتو له امله رامنځته شوې دي. موږ د لمریزې ټیکنالوژۍ هرکلی کوو، خو د دوی نصب باید خوندي وي، ترڅو د داسې تراژیدیو مخه ونیول شي.»
دې ایالتي چارواکي د تودوخې د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: «دا دویم پرله پسې کال دی، چې موږ د اوړي په موسم کې د ۷ درجو سانتي ګراد ناڅاپي زیاتوالي شاهد یو، چې د سختې تودوخې څپو لامل کېږي.»