
کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي، د تیرو څلرویشت ساعتونو پر مهال په غزه د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، په دغه بریدونو کې ۱۶۹ تنه نور ټپیان شوي، چې په کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اومې تر دې مهاله په غزه د اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۵۴ زره فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۳ زره نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشر مرستو دفتر خبرداری ورکړی، که د غزې خلکو ته په مناسب وخت کې مرستې ونه رسیږي، نو په دغه تړانګه کې به انساني ناورین رامنځته شي.