
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
لغمان کې د طالبانو سیمهییز مسؤولین وایي چې د مهترلام ښار اړوند سیمه کې د اسماني تندر غورځېدو له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپی دی.
لغمان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون شاوخوا ۶ بجې د مهترلام ښار د دهزیارت په کلي کې شوې ده.
سرچېنې زیاته کړه دغه تندر پر یوه کور راغورځېدلی چې یو تن په کې ځای پر ځای وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی.