
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
پنجشیر کې طالب چارواکي وایي، په نههدېرشمه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۱۴۱۳ قیراطه زمرد د ۱۷۱ زره او ۹۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري وایي، په دې داوطلبۍ کې د پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، کندهار او پکتیا ولایتونو ۱۰۱ سوداګرو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه، یاده اندازه زمرد نهه جعبې وو چې د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي وو.
د پنجشېر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په پنجشېر کې په قانوني ډول د زمردو استخراج، د سیمې زرګونه کسانو ته د کار او په دې برخه کې ځوانانو ته د کوچنیو پانګو زمینه هم برابره شوې ده.
پنجشېر کې شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و خو د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې یې استخراج بېرته پیل شو چې تر اوسه ۳۹ ځلې د ازادې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د زمرودو د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۲۱ ته رسېږي چې له ډلې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۱۵ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.