
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
پر غزه تړانګه د اسرائیلو د بریدونو په زیاتېدو سره، المان د اسرائیلو پر وړاندې د اقدام خبرداری ورکړی.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول خبرداری ورکړی چې که د اسرائیلو بریدونه دوام وکړي، برلین به د هغو وسلو له صادرولو ډډه وکړي چې د نړیوالو قوانینو د سرغړونې لپاره کارول کېږي.
نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې پراخو بریدونو او د خوړو او درملو شدید کمښت غزه کې وضعیت له زغم څخه اېستلی دی.
دغه راز له دې وړاندې د المان لومړي وزیر فریدریش مرتس هم پر غزه د اسرائیلو بریدونه غندلي او ویلي یې و، د غزې وضعیت نور د درک او توجیې وړ نه دی.
پر غزه د اسراییلو د بریدونه له پیل راهیسې المان د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ د دغه رژیم متحدین بلل کېدل.