
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
ایراني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او بهرنیو وګړو چارو د رییس، نادر یار احمدي له قوله ویلي، تر تېر کال پورې په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو شمېر دوه میلیونه او ۱۰۰ زرو ته رسېده.
خو احمدي زیاته کړې، دوه میلیونه نور کسان چې د ۱۴۰۲ کال د کب تر ۳۰مې پورې یې د سرشمېرنې پاڼې د باور وړ وې، نور قانوني نه ګڼل کېږي.
راپورونو زیاته کړې چې له دې سره اوس په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو شمېر ۴ میلیونه او ۱۰۰ زرو ته رسېدلی دی.