خبرونهنړۍ

ټرمپ د امریکا سره د یو ځای کېدو په موخه کاناډا ته بې ساری وړاندیز وکړ

کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

ډونالډ ټرمپ کاناډا هېواد ته وړاندیز کړی، چې له امریکا سره دې د یو ځای کېدو په ترڅ کې د ګولډن ډوم دفاعي سیستم وړیا برخه شي.

د را پورنو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ټرمپ، چې څو ځله يې کاناډا د امريکا د ۵۱مې ايالت په توګه د شاملولو غوښتنه کړې، د سې شنبې په ورځ په خپل ټولنيز ميډيا پلېټفارم «ټروت سوشل» کې لیکلي: که کاناډا د امريکا برخه شي، نو د «ګولډن ډوم» دفاعي سيستم به وړيا ترلاسه کړي.
ټرمپ وويل، خو که کاناډا خپلواکه د خپلواکه دولت په توګه پاتې شي، نو د دغه دفاعي سیستم د برخه کېدو په موخه به ۶۱ میلیارده ډالر ورکوي.

د کاناډا لومړي وزير مارک کارني تېره اوونۍ ویلي و، چې هېواد يې د ۱۷۵ ميليارده ډالرو په وړانديز شوي پلان کې د پانګونې پرسر غور کوي.

هغه وایي، هیڅکله به کاناډا د امریکا ۵۱ ایالات نشي او همېش به خپلواک هېواد اوسي.