خبرونهنړۍ

د سعودي حکومت پر ضد انتقادي پوسټ له امله نامتو ايراني عالم نيول شوی

کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په سعودي عربستان کې ايراني عالم غلام رضا قاسميان نيول شوی دی.
د را پورنو له مخې؛ دغه ايراني عالم د سعودي حکومت پر ضد انتقادي پوسټ له امله نيول شوی دی.
ايراني عالم غلام رضا قاسميان د حج د فريضې ادا کولو لپاره په سعودي عرب کې د موجودیت پر مهال نیول شوی دی.

د ايران عدلي د دې عالم د نيولو غندنه کړې، دغه راز یې د هغه د خوشې کولو د غوښتنې ترڅنګ ويلي يې دي چې د ايراني عالم نيول غير عادلانه او غير قانوني کړنه ده.

د خبري اژانس په وينا، د سعودي د اطلاعاتو وزارت تر اوسه په دې خبره هيڅ تبصره نه ده کړې.
له بلې خوا، د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د ايراني عالم د نيولو په اړه يو بيان خپور کړی او ويلي يې دي چې دوی د هرې هغې هڅې غندنه کوي چې د مسلم اتحاد زيانمنولو لپاره ترسره کیږي.

عراقچي وويل، په ځانګړې توګه د حج د مقدسې موقعې پر مهال د داسې هڅو غندنه کوو او ورور هېواد سعودي عرب سره د وده کوونکو اړيکو د سبوتاژ کولو اجازه به ورنه کړو.