افغانستانخبرونه

ایران ته د ۶۸۹ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د فراه ولایت په لاش او جوین ولسوالۍ کې ایران ته د ۶۸۹ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې.

په یاد ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت د لاش او جوین ولسوالۍ کشفي منسوبینو ګاونډي هېواد ایران ته د ۶۸۹ پسونو د قاچقا مخنیوی وکړ.

دوی وایي، د یادې قضیې په تړاو ۶ تنه نیول شوي او قضایي ارګانونو ته د لا زیاتې څېړنې په موخه ور پېژندل شوي دي.

تیره اونۍ پاکستان ته په کندهار ولایت کې د شاوخوا ۸ سوه پسونو د قاچاق مخنیوی شوی و.

تر دې وړاندې هم څو ځله ایران ته د پسونو د قاچاق مخنیوی شوی دی.