
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د پاکستان په اسلام اباد ښار کې ناڅرګنده وسله والو د پاکستان د پولیسو دوه افسران په ډزو وژلي.
د پاکستان رسنيو راپور ورکړی دا دوه پوليس افسران د دندې پر مهال وژل شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا دوه پوليس افسران د کومې ډلې لخوا په نښه شوي دي.
په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا ترڅنګ په پنجاب، کراچۍ، لاهور اواسلام اباد کې هم په پاکستاني نظامیانو بریدونه زیات شوي.
د دغه بریدونو اکثریت مسؤلیت د بلوڅو ازادۍ غوښتونکي او یا هم د دغه هېواد د طالبانو تحریک پر غاړه اخلي.