افغانستانخبرونه

فراه کې درې تنه د جعلي پيسو د کارولو او غلا په تور نيول شوي

کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

فراه ولایت کې دوه تنه د جعلي پیسو د کارولو او یو بل تن د موټر سایکل د غلا په تور نیول شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دغه کسان د دې ولایت په مرکز کې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لورې نیول شوي دي.

دوی زیاتوي، دوه کسانو خلکو ته په فریب ورکولو سره جعلي پیسې کارولې او یو بل تن د فراه مرکز کې یو عراده موټر سایکل غلا کړی و، چې نیول شوي کسان د څېړنې په موخه اړونده ارګانونو ته سپارل شوي دي.

څه موده وړاندې په ننګرهار کې هم درې تنه د جعلي پیسو د کارولو په تور نیول شوي و.