
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
متحده عربي اماراتو اعلان کړی، چې په دوبۍ کې یې د طالبانو د سرقونسل په توګه د عبدالرحمان فدا رسمي باور لیک ومانه.
دغه اقدام د محدودو دیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوبۍ له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تعامل ته هرکلی وایي.
تر دې دمه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د دې کار لپاره یې ځینې شرطونه ټاکلي، چې په کې د ټولشموله حکومت جوړول او د ښځو حقونو ته درناوی شامل دي.
خو طالبانو ویلي چې سره له دې چې لا هم رسمیت نه لري، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لري.