
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
ایټالیایي وینچنزو آلبرتو آنسه، د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکل شوی.
هغه به د ۲۰۲۷ آسیا کپ مقدماتي سیالیو ته د افغانستان ملي لوبډلې سره چمتوالي کې ونډه واخلي.
تر دې وړاندې د ازبکستان عثمان توشف د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه له دندې استعفا ورکړه، خو علت یې روښانه شوی نه دی.
نوی روزونکی دا مهال په ایټالیا کې دی، او ژر به په سعودي کې د ملي لوبدلې سره په تمریناتي کمپ کې یو ځای شي.