افغانستانخبرونه

طالبانو کابل کې درې کسان په دُرو ووهل

کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې یې درې کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا (۳) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

سرچېنې لیکلي، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له یو کال څخه تر دوو کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.

طالبانو د نړۍوالو او کورنیو غبرګونونو سره سره تعزیري سزاګانو ورکولو ته دوام ورکړی او هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکوي.