
کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، هېواد به یې د چینایي زده کړیالانو ویزې لغوه کړي، چې په کې به هغو ته لومړیتوب ورکړل شي، چې د چین کمونیست ګوند سره تړاو لري.
روبیو زیاته کړې، د امریکا پوهنتونونو په مهمو برخو کې به هم د چینایي زده کړیالانو ویزې لغوه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین او هانګ کانګ څخه به په راتلونکې کې د ویزو غوښتنلیکونه په کلک ډول څېړل کیږي.
تېره ورځ د ټرمپ ادارې ټولو سفارتخانو ته امر کړی و چې د محصلینو ویزو لپاره د ملاقاتونو مهالویش بند کړي، ځکه دوی د غوښتونکو د ټولنیزو رسنیو پروفایلونو د کتنې پروسه پراخوي.
راپور وايي، بهرني محصلین به د ټولنیزو رسنیو د کتنې پروسې څخه تېر شي، خو له مخکې د ویزو لپاره ټاکل شوي ملاقاتونو وختونه به پخپل وخت ترسره شي.
د ټرمپ ادارې امریکی شرکتونو ته هم امر کړی چې په چین محصولات ونه پلوري.