افغانستانخبرونه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښته پیل شوې

کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

سیمه ییزې سرچینې وایي، نن سهار د هلمند بهرامچې ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته پیل شوې.

سرچینې زیاته کړې، دغه نښته نن سهار پیل شوې او لا هم دوام لري.

تر اوسه رسمی سرچینو د دغه نښتې، د رامنخته کېدو لامل او زیانونو په اړه څه ندي ویلي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتي شوي دي.