خبرونهنړۍ

بنګلدېش کې یو خل بیا حکومت ضد لاریونونه پیل شول

کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په بنګلدېش کې یو ځل بیا د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي او خلکو په دغه هېواد کې د سمدستي ټاکنو غوښتنه کړې.

په ډاکه کې پرونی لاریون چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا د نیشنلسټ پارټۍ لخوا ترسره شو، زرګونه کسانو په کې ګډون کړی و.

دوی د عبوری حکومت له مشر ډاکټر یونس څخه غوښتنه کړې چې د روان کال په ډسمبر کې ټاکنې ترسره کړي.

دا لاریون په داسې وخت کې شوی چې د بنګله‌دیش د پوځ مشر هم د ډسمبر په میاشت کې د ټاکنو غوښتنه کړې.

ډاکټر یونس ویلي چې ټاکنې به د 2026 کال په جون کې ترسره شي.

تېر کال اګست کې د محصلینو غورځنګ وروسته، پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد هند ته ولاړه او ډاکټر محمد یونس د بنګله‌دیش د عبوری مشر په توګه دنده پیل کړې.