خبرونهنړۍ

چین: د څلور خلیجي هېوادونو وګړي له ویزې پرته دغه هېواد ته سفر کولی شي

کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د چین هېواد اعلان وکړ چې د خلیج د ۴ هیوادونو اتباعو ته به دغه هېواد ته له ویزې پرته د سفر اجازه ورکړي.

چین د خلیجي همکاریو شورا او سویل ختیځې اسیا هیوادونو سره د غونډې یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې د جون له ۹مې څخه به د سعودي عربستان، کویت، عمان او بحرین پاسپورټ لرونکي اتباع چین ته بې ویزې سفر کولی شي.

چین له 2023 کال راهیسې د بې ویزې سفر پالیسي پراخه کړې ترڅو د کوویډ محدودیتونو وروسته د سیاحت صنعت پیاوړی کړي.