
کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان په روغتونونو کې د ناروغیو تشخیص او د لابراتوار ظرفیت لوړولو لپاره یې ۱۹۴ لابراتواري تجهیزات ورکړي دي.
دا تجهیزات د عامه روغتیا مرکزي لابراتوار او د ۳۴ ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته ویشل شوي.
د معلوماتو له مخې؛ دا تجهیزات په ځانګړي ډول د سرطان تشخیص، مایکروبیولوژي او بایو کیمیکل ازموینو لپاره مهم دي، چې د روغتیايي خدماتو کیفیت به لوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان څو ځله په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د شته امکاناتو له کموالې شکایت کړی.