
کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
له فرانسې څخه لومړنۍ سوداګریزه محموله د افغانستان هرات ولایت ته ورسیده.
د هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد زیاتوالی د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ښيي.
د لومړي ځل لپاره د فرانسې څخه د شیدو پوډر ۸ واګونه هرات ته ورسېدل.
دا پټلۍ د اسیا او اروپا ترمنځ د افغانستان رول نور هم پیاوړی کوي. چارواکي وایي، سوداګر او صنعتکار کولای شي له دې لارې ایران، ترکیې او اروپا ته صادرات وکړي.