خبرونهنړۍ

سي ‌ان‌ان: امریکا او ایران یوې موافقې ته نږدې شوي

کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

سي‌ان‌ان د باوري سرچینو له قوله ویلي چې امریکا او ایران یوې عمومي موافقې ته نږدې شوي، چې کیدای شي په راتلونکو خبرو اترو کې ترلاسه شي.

د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دوی یوې حل لارې ته نږدې دي او دا به ډېرې انساني ژوندونه وژغوري.

د امریکا او ایران ترمنځ پنځه پړاو غیری مستقیمې خبرې اترې شوي، چې دوه پړاو یې د ایټالیا په روم او درې پړاو یې د عمان په مسقط کې د عمان د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب ترسره شوي دي.

په دغه خبرو اترو کې یې وروستي درې ځله غیر مستقیمې خبرې اترې په تخنیکي کچه ترسره شوي دي.