خبرونهنړۍ

د سویلي کوریا د سمندري ځواک یوه الوتکه لویدلې

کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د سویلي کوریا سمندري ځواک وايي، یوه P-3 الوتکه چې د روزنیز ماموریت لپاره له پوهانګ هوايي اډې الوتلې وه، د نامعلومو دلایلو له امله د هوایي ډګر نږدې سقوط کړې.

را پورونه وایي، په دغه الوتکه کې څلور تنه سپاره و، چې د مرګ او ژوند په اړه یې تر اوسه معلومات ندي خپاره شوې.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه الوتکې د غورځېدو د لامل څرنګوالې په موخه یې څېړنې پیل کړي.

د یادونې وړده، چې په دې وروستیوکې کې په ګڼ شمېر هېوادونو کې د الوتکو غورځېدو پېښه زیاتې شوي دي.