
کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوه ایراني اتباع، قاسمیان او ندیمي، چې په مدینه منوره کې نیول شوي وو، د بهرنیو چارو وزارت او د حج او زیارت سازمان د هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د اتباعو د ملاتړ او د ایران او سعودي اړیکو د ساتنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
ایران او سعودي عربستان ترمنځ شاوخوا له دوه کالونو راهیسې اړیکې ښې شوي او د دواړو هېوادونو چارواکو اړونده هېوادونو ته رسمي او ډیپلوماتیک سفرونه ترسره کړل.