
کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد، د طالبانو د هغه اقدام ستاینه وکړه چې خپلو کسانو ته یې سپارښتنه کړې، چې بهرنیو هېوادونو کې جهاد ونکړي.
څو ورځې وړاندې، د طالبانو یوه غړي په کابل کې د طالبانو د یوې ډلې د فراغت په مراسمو کې وویل: «د جهاد په نیت بهرنیو هېوادونو ته سفر کول جواز نه لري او هر څوک چې د امیر له امر څخه سرغړونه وکړي، د هغې د پایلو مسوولیت به پر غاړه لري.»
په همدې موخه ښاغلي خلیلزاد په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: «د طالبانو مشر روښانه امر جاري کړی چې د طالبانو غړي د جهاد په نوم له بهرنیو هېوادونو سره د وسلهوالو ډلو سره یوځای کېدل منع دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان څو ځله ادعا کړې، چې د افغان طالبانو غړي په پاکستان کې د طالبانو تحریک د غړو په لیکو کې جنګیږي.