
کابل ټلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو وزارت وایي، په مراکش د وچکالۍ او د څاریود کمښت له امله په لوی اختر کې قربانۍ کول منعه شوې.
دا پرېکړه د وچکالۍ او د څارویو د کمښت له امله شوې ده.
که څه هم دا خبر د اختر پر مهال قربانۍ کوونکو او مراکشیانو ته حیرانوونکی دی، خو د چاپېریالي او اقتصادي ننګونو او د وچکالۍ له امله دا پرېکړه اړینه وه.
د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: د وچکالۍ او د څارویو د شمېر د کمښت له امله به د ۲۰۲۵ کال د قربانۍ د اختر لپاره د قربانۍ ذبح کول منع وي.
د دغه وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، د شپږم محمد چې د دوی مشر دی، دا پرېکړه یې د وچکالۍ او د څارویو د کمښت له امله شوې ده.
په تېرو درو لسیزو کې د باران ۵۳ فیصده کمښت، د اوبو د سرچینو کمښت، د بندونو د اوبو د کچې خطرناک کمښت او د کرهڼې محصولاتو، په تیره بیا د غلو، ۶۷ فیصدی کمښت لامل شوی دی.
شپږم محمد پرېکړه کړې چې د خلکو په استازیتوب قرباني وکړي.
د حکومتي مرستو، د څارویو د خوړو سبسیډي او د اوبو پر برابرولو سربېره، د یوه پسه قیمت له ۴۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ درهمه او په ځینو سیمو کې تر ۱۰۰۰۰ درهمه پورې رسېږي، چې د کم عاید لرونکو کورنیو لپاره دروند بار دی.
د وچکالۍ له امله د څارویو شمېر له ۱۱ میلیونو څخه اته اعشاریه اوه میلیونو ته ټیټ شوی، په داسې حال کې چې د کلني مصرف کابو ۱۰ میلیونه څاروي دي.