
کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو ویلي، چې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې د ننګرهار له محبس څخه ۳۱۷ تنه بندیان ازاد کړل.
د را پورونو له مخې؛ دغه راز د ننګرهار محبس کې د ۳۸۵ نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی هم اعلان شوی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د محبس د چارو مدیر مولوي سهیل سعید له خوشې شویو بندیانو غوښتي، چې بیا ځلې جرمونو ته له مخه کولو ډډه او خپله ازادي صلب نه کړي.
ټاکل شوې، د اختر په مناسبت د هېواد له نورو زندانونو څخه هم بندیان ازاد شي.