
کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو نن جمعه په غزې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ فلسطینیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
د طبي سرچینو او عیني شاهدانو په وینا،اسرائیلي پوځ د جبالیا ښار کې د فلسطیني کډوالو یو کور بمبار کړ چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل شول.
همدارنګه، په عبسان الکبیره ښار کې د یو موټر په بمبارۍ کې ۲ فلسطینیان او په خان یونس کې د کډوالو پر خیمو په هوايي بریدونو کې نور فلسطینیان وژل شوي.
بلخوا ملګري ملتونه وایي، اسرائیل په غزه کې زموږ د بشري مرستو د لاسرسي مخه نیسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک صهیونیسټي رژیم پر دې تورن کړ چې په غزه کې د بشري مرستو د لاسرسي په لاره کې خنډونه جوړوي.
دوجاریک وویل: ۶۰۰ ټرکونه چې بشري مرستې لېږدوي د کریم ابوسالم په دروازه کې د غزې د ننوتلو لپاره چمتو دي، خو اسرائیلو تېرو دریو ورځو راهیسې د دې نړیوالې ادارې د دې مرستو د ترلاسه کولو او وېشلو مخه نیولې ده.