
کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، که چېرې اسراییل د غزې بشري ناورین ته پاملرنه ونه کړي، نو هېواد یې کېدای شي پر یاد هېواد بندیزونه ولګوي.
نوموړي پرون (جمعه) په سینګاپور کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې نړیواله ټولنه نه شي کولای په داسې حال کې بېتفاوته پاتې شي، چې فلسطینیان په غزه کې له لوږې سره مخ دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې پر صهیونیستي رژیم د نړیوالو فشارونه ډېر شوي، څو ژر تر ژره په غزه کې جګړه ودروي.