افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: غزه کې وضعیت تر ټولو بد حالت ته رسېدلی دی

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک ویلي، چې د بشري مرستو د لېږد سربېره هم غزه کې وضعیت تر ټولو بد حالت ته رسېدلی دی.

دوجاریک د اسرائیلو له‌خوا د مرستو د لېږد پر وړاندې پر شته خنډونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې تر اوسه د مرستو یوازې شاوخوا ۲۰۰ باروړونکي موټر غزې ته داخل شوې دي.

اسراییلو ۱۲ ورځې وړاندې، د نړیوالو فشارونو له امله، د غزې ۱۱ اوونیزه کلابندي پای ته ورسوله او د بشري مرستو کم لېږد بېرته پیل شو.

سره له دې، نړیوالو بشري سازمانونه د غزې د لوږې او قحطۍ د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی، چې فلسطینیان لا هم پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.