
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د تېر جمهوري نظام سیاسي څېره او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ادعا کوي چې پخوانی افغان الاصلا امریکايي ډيپلومات زلمی خلیلزاد د ټولو هغو هڅو مخالفت کوي چې د طالبانو د مخالفينو له لوري د دغې ډلې پر ضد ترسره کېږي.
نوموړي تور پورې کړی چې زلمی خلیزاد افغانستان د اوسنيو ګډوډيو او وضعیت اصلی لامل دی او په تېرو کلونو کې د هدفي وژنو او ګډوډيو مسوول هم خلیزاد دی.
محمد محقق پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ((زلمی خلیلزاد او د هغه یهودي الاصله مېرمن شرل بنات پر افغانستان د واکمنو طالبانو څخه غېري منطقي ملاتړ کوي او د بیان د ازادۍ او ډېموکراسۍ خلاف دريځونه نیسي، چې د خلکو لپاره د حیرانتیا وړ دي.))

محقق ویلي، خلیلزاد په پاکستان کې د افغان ښځو د سیاسي او مدني غونډې مخالفت کړی او له اسلاماباد څخه یې غوښتي، چې د دې غونډې د ترسره کېدو اجازه ور نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځينو سرچینو کابل ټيلیګراف ته ويلي، پاکستان هوډ لري چې د طالبانو د حکومت پر ضد د دوو مخالفو ډلو چې يوه يې مدني فعالان او بل یې سیاسي او مذهبي مشران دي، غونډې جوړې کړي او پر يوې نوې اجنډا کار وکړي چې ښايي یا پر طالبانو خپل نفوذ زیات کړي او یا هم د طالبانو بدیل حکومت د رامنځته کېدو لپاره کار وکړي.