افغانستانخبرونه

هندوستان له افغانستان سره ۱۱۰۰۰ ډوزه واکسینو مرسته وکړه

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي، هندوستان هېواد د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره د (۱۱۰۰۰) دوزه واکسینو مرسته وکړه .

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو واکسینونو کې (۵۵۰۰) دوزه انفلونزا او (۵۵۰۰) دوزه Meningitis واکسین شامل دي، چې ټول وزن یې ۴۴۲.۲۰ کېلو ګرامه او خالص وزن یې ۲۹۱ کېلو ګرامه کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، د عامې روغتیا وزارت رهبري د هندوستان هېواد څخه د یادې مرستې په موخه مننه او قدرداني کوي او دا واکسین د انفلونزا او Meningitis ناروغۍ مخنیوي لپاره اړین ګام یادوي، چې په مرسته به یې په افغانستان کې د زرګونو خلکو ژوند وژغورل شي.