افغانستانخبرونه

په پاکستان کې د طالبانو سیاسي ماموریت سفیر کچې ته لوړیږي

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستان ویلي، چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو له پرمختګ وروسته، ټاکل شوې چې طالبان اسلام آباد ته یو سفیر معرفي کړي.

د پاکستان خبري سرچینو اعلان وکړ چې د چین له منځګړیتوب وروسته، پاکستان پریکړه کړې چې د طالبانو سفیر ومني.

له دې مخکښې په کابل کې د پاکستان سفارت د شاذدافیر په سویه اداره کیده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اقدام له طالبانو سره د لازیات تعامل او له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د زیاتولو په موخه شوی دی.

ټاکل شوې چې د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي په شتون سره یولړ مراسمو کې نوی سفیر پاکستان ته معرفي شي.

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، متقي به د پاکستان په بلنه اسلام آباد ته لاړ شي او د امنیتي بحثونو په شمول به په مختلفو موضوعاتو خبرې وکړي.