
کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې پخواني کپتان سید مسعود کریمي د ۲۰۲۵ کال د پخوانیو لوبغاړو د تکواندو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
سید مسعود کریمي وتوانیده چې د تکوانډو د پخوانیو او تجره کارو لوبغاړو د سیالیو لومړی مقام ترلاسه کړي.
د تکواندو دغه تجربه کار افغان کپتان “د ۲۰۲۵ کال د نړیوال ماسټر لوبو” World Master Games 2025 ټورنمنټ په کوارټر فاینل، سیمی فاینل او فاینل کې په پرله پسې ډول درې بریاوې ترلاسه کولو سره په ټورنمنټ کې د سرو زرو مډال وګاټه.
د یادونې وړ ده چې کریمي په دې ټورنمنټ کې د تایوان او جرمني له اتلانو سره سیالي وکړه او خپلو سیالانو ته یې ماتې ورکړه ترڅو د ماسټرانو په نړیوالو سیالیو کښې د دې فصل اتل شي.
د یادونې وړ ده چې د سلو هیوادونو نږدې څلویښت زره لوبغاړو د سږ کال د پخوانیو لوبغاړو په سیالیو کې په ۳۲ سپورتي څانګو کې سیالي وکړه.
سید مسعود کریمي په دغو سیالیو کښې د افغانستان یوازنی استازی و او وتوانیده چې د تکوانډو د تکړه استادانو په مینځ کښې بهترینه نتیجه ترلاسه کړي.