
کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له زیان رسوونکو اغیزو سره سره، په افغان ځوانانو کښې د تمباکو استعمال مخ په زیاتیدو دی او له هرو څلورو لویانو یې یو تمباکو کوي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي اډوین سینیزا سلواډور له تنباکو د انکار په نړیواله ورځ وویل چې د ځوانو افغان هلکانو په منځ کې د تنباکو کارول مخ په زیاتیدو دي.
مخکې طالبانو ویلي وو چې د افغانستان ۲۷ سلنه نفوس په منظم ډول تنباکو څکوي، چې ۲.۷ سلنه یې ښځې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د تنباکو شرکتونه د دې موادو زیانونه د “خوږو دروغو” تر شا پټوي.
سلواډور وویل چې په افغانستان کښې په ځوانانو، په ځانګړې توګه په نارینه ځوانانو کښې د تمباکو کارول مخ په زیاتیدو دي. اوس د دې لړۍ د بندولو او د راتلونکو نسلونو د ساتنې وخت دی.